IQNA

 د «ضحی» قرآني نندارتون افتتاح!

 د الهي آیتونو د تدبر او هنري لید ننداره

11:15 - November 18, 2025
د خبر لمبر: 3492026
ایکنا -د قرآني هنرونو نندارتون «ضحی» د ځوانو هنرمندانو او محصلینو د ټاکل شويو اثارو په وړاندې کولو سره د؛ضحی ؛ مبارکې سورې  پر آیتونو د تدبر او د امید له مفاهیمو څخه د هنري اخستونونو ښکلی انځور د لیدونکو مخې ته ږدي؛یوه داسې فرهنګي ـ هنري پېښه چې د جوړوونکو په وینا، موخه یې د قرآني هنر دودول او د قرآن کریم د آیتونو د نوي لید وړاندې کولو لپاره د یوې مناسبې فضا رامنځته کول دي.

د ایکنا د راپور له مخې،د قرآني هنرونو  «ضحی» نندارتون پرانیستونکي غونډه د لړم یاعقرب د میاشتې په ۲۵مه د امام علي (ع) په دیني هنرونو میوزیم کې ترسره شوه.

د نندارتون د بهیر تشریح

د غونډې په پیل کې، محمد بخشي‌زاده، د دې فرهنګي ـ هنري نندارتون نندارتون‌ګر،د «ضحی» نندارتون د جوړېدو څرنګوالی بیان کړ.

هغه د نندارتون د جوړېدو د کړچار یادونه وکړه او وې ویل: د هېواد د قرآني پوهنتونوالو ادارې تېر کال د خوشنویسۍ،د خط د نقاشي‌،ټایپوګرافۍ، نقاشۍ او لاسي صنایعو په برخو کې د دې هنري پېښې بلنه خپره کړه. د بلنې اصلي موضوع په ټولنې کې د امید رابرسیره ک ول ؤؤ چې د «ضحی» سورې په تدبر ئې ټینګار درلود او هنرمندان په همدې چورلیز کې د اثارو د تولید لپاره  بلل شوي وو.

هغه زیاته کړه:د ټاکل شوې مهلت تر پای پورې له ۱۰۰ ډېر اثار د قضاؤت لپاره لېږل شوي وو، چې  له ارزونې وروسته ۳۲ غوره اثار د ۳۲ هنرمندانو له لوري په امام علي (ع) میوزیم کې نندارې ته وړاندې شوي دي. دغه نندارتون د قرآني پوهنتونیانو د ادارې  د دودولو او پرمختګ معاونیت شلمه تدبري ننداره ده چې ، د عقرب یا لړم د میاشتې له ۲۵ ، پیل شوې  او د لیندۍ دمیاشتې  تر ۵مې پورې به دوام وکړي.

د نندارتون موخې

بخشي‌زاده د دې فرهنګي ـ هنري نندارتون د اصلي موخو په اړه وویل: زموږ لومړنۍ موخه د قرآني هنرونو پراختیا او دودول دی…

د هنر او قرآن د پیوستون ارزښت

وروسته احمد مسجدجامعي، چې د ستر اسلامي دائرةالمعارف د مرکز مرستیال دی، د «ضحی» نندارتون د لیدنې پرمهال وویل: د قرآني مفاهیمو هنري بیان تل ډېر دوام او اغېز لري. د تاریخ په اوږدو کې همداسې پاتې شوي دي؛ ډېر تاریخي قرآنونه چې اوس په میوزیمونو کې ساتل کېږي، د هنر او معنویت د همدې پیوند پایله ده.

د قرآني څلورو موسمونو  پروګرام

بیا د قرآني پوهنتونوالو د ادارې مشر جلیل بیت‌مشعلي، خبرې وکړې.

وقتی تدبر در آیات با نگاه هنرمندان جوان تجلی می‌یابد

هغه وویل: د قرآني پوهنتونوالو ادارې  له ډېرو کلونو راهیسې د «څلور قرآنی فصلونه» په نامې سره  فرهنګي ـ هنري لړۍ ترسره کوي؛ داسې پيښه چې هر کال د قرآن کریم یوې ځانګړې سورې ته د پام له مخې او د ټولنیزو موضوعاتو په ځانګړي ډول د محصلینو د چاپېریال اړوند موضوعاتو پر بنسټ پلانېږي. په دې لړۍ کې لومړی یوه مهمه ټولنیزه موضوع ټاکل کېږي، بیا هغه سوره غوره کېږي چې له همدې موضوع سره معنوي مناسبت ولري، او وروسته د محصلینو هنري اثار په نندارتون کې نندارې ته وړاندې کېږي.

د نندارتون وخت او ځای

د قرآني هنرونو نندارتون «ضحی» د قرآني پوهنتونیانو د  ادارې  په هڅو د لړم له ۲۵مې تر لیندۍ ۵مې پورې د امام علي (ع) په دیني هنرونو میوزیم کې ترسره کېږي.

https://iqna.ir/fa/news/4317299

captcha